Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:25
12 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى.


سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.


تا چې زما پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه دې پوره کړې ده، نن هره خبره پوره شوې ده.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.


کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan