Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 نو د بنى اِسرائيلو د قوم په موجودګۍ کښې سليمان لاړو او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې ودرېدو، هلته يې د آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:22
13 Iomraidhean Croise  

کله چې سليمان مالِک خُدائ ته دُعا ختمه کړه، نو هغه د قربان‌ګاه په وړاندې پاڅېدو، چرته چې په سجده شوے وو او لاسونه يې آسمان ته اوچت کړى وُو.


هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


کله چې د ماښام د نذرانې وخت راغلو نو زۀ چې د خفګان نه چرته ناست وم د هغه ځائ نه پاڅېدم، چې تر اوسه پورې مې شلېدلے قميص او چُوغه اغوستې وه سجده مې وکړه او بيا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته مې لاسونه پورته کړل.


کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې


زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.


ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.


چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله.


موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.


موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan