Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق دپاره د يو ځائ بندوبست کړے دے چې په هغې کښې د مالِک خُدائ د تړون هغه تختې پرتې دى چې د کوم لوظ هغۀ زمونږ د پلار نيکۀ سره کړے وو چې کله يې د مِصر نه راوويستل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:21
8 Iomraidhean Croise  

د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.


نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“


بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“


موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.


”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى.


د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو.


زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan