19 خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى.
”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ داسې وايم چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما دپاره د اوسېدو دپاره کور جوړ کړې.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، چې ستا اراده ښۀ وه چې زما د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړ کړې،
”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما د اوسېدو دپاره يو کور جوړ کړې.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.