11 نو اِمامانو د وريځې په وجه خپل خِدمت نۀ شو تر سره کولے ځکه چې د مالِک خُدائ کور د هغۀ د جلال نه ډک شوے وو.
چې کله اِمامان د مقدس ځائ نه راوتل، نو د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو،
بيا سليمان دُعا وغوښته، ”اے مالِکه خُدايه، تا فرمائيلى دى چې تۀ به په تکه توره وريځ کښې موجود يې.
نو اِمامانو د وريځې په وجه خِدمت نۀ شو تر سره کولے، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال د خُدائ پاک کور ډک کړے وو.
ستا ټول کارونه دې ستا خِدمتګارانو ته ښکاره شى، ستا جلال دې پاکه خُدايه د دوئ بچو ته ښکاره شى.
هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى.
بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.
نو په دې وجه موسىٰ خېمې ته دننه نۀ شو تلے.
په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.
او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.
بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.
موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“
زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو.
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.