Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:1
25 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ د نکون درمند ته راغلل، نو غوَيى په غورزېدو شو او عُزه وروړاندې شو او د لوظ صندوق يې قابو کړو.


نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.


سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.


داؤد په قلعه کښې د اوسېدو دپاره لاړو نو په دې وجه دا د داؤد ښار بللے شى.


نو داؤد بادشاه، د بنى اِسرائيلو مشران او فوجى مشران د عوبيد ادوم کور ته لاړل چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوچت کړى. او هغوئ يو لوئ جشن جوړ کړے وو.


کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل.


نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.


داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې په يروشلم کښې راغونډ شئ. نو د قبيلو ټول آفسران، هغه آفسران چا چې د بادشاهۍ اِنتظام کولو، د فوجى ډلو مشران، د بادشاه او د هغۀ د زامنو د جائيداد او د څاروو ذمه وار کسان، د محل ټول آفسران، تکړه فوجيان او نور بهادر سړى په يروشلم کښې راغونډ شول.


نو خلقو په صحيح وخت يعنې په وړومبۍ مياشت کښې د فسحې اختر ونۀ کړو، ځکه چې ټولو اِمامانو ځانونه نۀ وُو پاک کړى او ټول خلق په يروشلم کښې نۀ وُو راغونډ شوى. نو بادشاه، د هغۀ آفسران او د يروشلم خلق دې ته راضى شول چې اختر په دوېمه مياشت کښې وکړى او بادشاه د يهوداه او اِسرائيل ټول خلق راوغوښتل. هغۀ د اِفرائيم او منسى قبيلو ته خاص اهميت ورکړو او هغوئ ته يې د دې دعوت خطونه ولېږل چې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راشئ چې د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړُو.


په اوومه مياشت کښې ټول بنى اِسرائيل په خپلو خپلو ښارونو کښې دېره شول. بيا هغوئ ټول په يروشلم کښې په اتفاق سره راغونډ شول،


نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى، او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.


په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے، قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى.


نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“


نو هغۀ ټول بنى اِسرائيل، مشران، مالِکان، قاضيان او د خلقو آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”زۀ اوس ډېر بوډا شوے يم.


يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.


ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan