9 ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو.
د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل.
د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو.