Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:8
6 Iomraidhean Croise  

سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو.


ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو.


د مِصر بادشاه فِرعون په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړے وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله،


سليمان په غرۀ باندې پټى د هغې نه پس جوړ کړل چې د هغۀ ښځه د مِصر د بادشاه فِرعون لور، د داؤد د ښار نه هغه محل ته تلې وه چې د هغې دپاره يې جوړ کړے وو.


يشعياه د بادشاه نه روان شو، خو هغه لا د محل د مرکزى دربار نه تېر شوے نۀ وو چې د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو،


سليمان خپله ښځه يعنې د مِصر د فِرعون لور د داؤد د ښار نه هغه کور ته بوتله چې کوم يې د هغې دپاره جوړ کړے وو. هغۀ وفرمائيل، ”هغه دې د بنى اِسرائيلو بادشاه داؤد په محل کښې نۀ اوسيږى، ځکه چې چرته د لوظ صندوق پاتې شوے وو نو هغه ځائ مقدس دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan