Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:47
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ بېلچې او د قربان‌ګاه د پاکولو د ايرو لوښى هم يوړل، د ډيوو د خيال ساتلو سامان، د قربانۍ د وينې جامونه، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان چې د مالِک خُدائ د کور په کار کښې استعمالېدو.


سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“


هغۀ د مېخونو او د لرګى دروازو د تړلو د پټو دپاره په لوئ مِقدار کښې اوسپنه، او دومره ډېر زېړ ورکړل چې هيچا هم نۀ شُو تللے.


دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو.


هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan