Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40-45 حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:40
12 Iomraidhean Croise  

دا د څلور ګوټه تختو نه جوړې وې چې په چوکاټونو کښې لګولے شوې وې،


هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله.


هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.


هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې.


موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله.


د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan