اول بادشاهان 7:39 - Pakistani Yousafzai Pashto39 هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله. Faic an caibideil |
حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو.