34 د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې.
د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې.
د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو.
د هرې ګاډۍ دپاسه ګېرچاپېره نهۀ اِنچې پلنې پټۍ وې، د دې ستنې او تختې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې.