32 څلور پايې شپږويشت اِنچې اوچتې وې، دا د تختو لاندې وې او سيخونه د ګاډو سره يوه ټُکړه شوى وُو.
د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګُلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نۀ بلکې څلور ګوټه وې.
د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو.