30 د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې.
چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه.
د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګُلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نۀ بلکې څلور ګوټه وې.
د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې.
ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.
دا د هغه ژوندى مخلوق د وزرو آوازونه او شور وو چې يو بل سره لګېدل او په خوا کښې يې د هغه پايو آوازونه هم وُو، يو اوچت او دروند شور وو.