Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:26
12 Iomraidhean Croise  

د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل.


دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.


او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.


د ستنې پاسنۍ برخه د نيلوفر د ګل په شان وه چې دوه ګزه لوړه وه،


ډيګۍ د زېړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخونه يې بهر وُو، چې په څلورو طرفونو باندې درې درې وُو.


حيرام د زېړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اوچته وه.


حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې.


د ډيګۍ طرفونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګل په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً شپېتۀ زره ليټره اوبۀ راتلې.


ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.


دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته او تقريباً شپږ ګزه ګول وه، د هغوئ مينځ خالى وو خو د هغوئ د دېوال ګېج تقريباً درې اِنچه غټ وو.


حومر دې ستاسو دپاره د ناپ تول معيارى پېمانه وى. ايفه او بَت دواړه د حومر لسمه حِصه ده.


د تېلو مقرر شوې حِصه، چې په بَت ناپ شوى وى، دا به د هر کُر نه د يو بَت لسمه حِصه وى، په دې کښې لس بَته يا يو حومر وى او لس بَته د يو حومر برابر وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan