Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:23
13 Iomraidhean Croise  

د ستنو سرونه د نيلوفر د ګلونو په شان وُو. نو داسې د ستنو کار مکمل شو.


بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربان‌ګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربان‌ګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“


احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله.


بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله.


هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.


هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه.


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


بضلى‌اېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.


نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.


بابليانو هغه د زېړو ستنې ماتې کړې، او هغه ګاډۍ او د زېړو تالاب چې نوم يې سمندر وو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې وو او هغوئ ټول زېړ د خپل ځان سره بابل ته يوړل.


هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan