16 هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو.
حيرام دوه د زېړو ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً نهۀ ګزه لوړه او شپږ ګزه ګېرچاپېره غټه وه او دا يې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په ځائ کښې ولګولې.
د هرې ستنې سر د تړلى شوى زنځيرونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوے وو،
د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.
د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې.
دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو.
د پاتې دېرش کلو سپينو زرو نه بضلىاېل سيخونه، د ستنو دپاره کُنډې او د ستنو پاسنى سرونه جوړ کړل.
د هرې يوې ستنې په سر باندې تقريباً درې ګزه اوچت د زېړو تاج وو چې دا ګېرچاپېره د زېړو په زنځيرونو تړلى شوى انارو ښائسته کړے شوے وو.