Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 7:12
9 Iomraidhean Croise  

د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.


د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو.


د دې دپاسه نور ښۀ کاڼى وُو چې په ناپ پرې کړے شوى وُو او د دِيار تيرونه وُو.


سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دالان وو.


د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.


هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې.


او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.


هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى.


اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan