Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 6:9
8 Iomraidhean Croise  

هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه.


نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.


په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


سليمان به په کال کښې درې ځل سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې په هغه قربان‌ګاه پېش کولې چې کومه يې مالِک خُدائ ته جوړه کړې وه. هغۀ مالِک خُدائ ته خوشبوئى هم سوزوله. او داسې هغۀ د مالِک خُدائ کور جوړول پوره کړل.


موسىٰ د خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره پړدې ودرولې او دربار ته د ننوتلو په دروازه باندې يې پړده ځوړنده کړه. نو موسىٰ ټول کار سر ته ورسولو.


د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه، او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه، او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan