3 د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.
دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه.
د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې.
د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.
حيرام د زېړو دوه ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتو ځائ په مخکښې ولګولې، د جنوب په طرف باندې د هغې نوم يکين وو او چې د شمال په طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو.
داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.
بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو.
بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو. د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،
بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو
او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.