21 د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو.
دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربانګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.
د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځائ کښې قربانګاه هم په سرو زور پټه وه.
هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.
په چوکاټونو د سرو زرو پترى وخېژوه او د سرو زرو کَړۍ ورله جوړې کړه چې لاړى ونيسى، په لاړو به هم د سرو زرو پترى خېژولے شى.
هغوئ په چوکاټونو د سرو زرو پترى خېژولى وُو او د سرو زرو کَړۍ يې ورله جوړې کړې وې چې لاړى ونيسى، په لاړو باندې هم د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو.