داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بېحوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“
مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“
يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.
ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.