Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا حيرام سليمان له دا پېغام ولېږلو، ”ما ته ستا پېغام مِلاو شوے دے او چې څۀ دې فرمائيلى دى د هغې کولو ته تيار يم. زۀ به د دِيار او د نختر د ونو بندوبست وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 5:8
7 Iomraidhean Croise  

داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.


حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“


زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“


دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو.


د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې.


د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“


په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan