Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 5:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 5:5
15 Iomraidhean Croise  

خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى.


حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ،


هغه به هغه څوک وى چې زما دپاره يو کور جوړ کړى او زۀ به دا خبره يقينى کړم چې د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه وى.


هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. هغه به زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم. هغه او د هغۀ اولاد به د تل دپاره په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوى.“


تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.


د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ.


هغه زمکه به فصلونه پېدا کوى او د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په امن کښې به ژوند تېروئ.


هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى.


په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“


نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan