14 او ادونرام يې د هغوئ مشر مقرر کړو. هغۀ هغوئ د لسو زرو په درې قبيلو کښې تقسيم کړل او هرې قبيلې به يوه مياشت په لبنان کښې او دوه مياشتې په کور کښې تېرولې.
د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.
بيا رحُبعام بادشاه ادورام ولېږلو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، چې هغه اِسرائيل له لاړ شى، خو هغوئ هغه سنګسار کړو. رحُبعام په تېزۍ سره په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو.
رحُبعام بادشاه ادونرام راوغوښتو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور ترې نه کار اخستے شو، چې هغه بنى اِسرائيلو له لاړ شى، خو هغوئ دے په سنګسارولو مړ کړو. نو په دې باندې رحُبعام سمدستى په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو.