Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 5:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 5:12
12 Iomraidhean Croise  

چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل.


”راځه چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې لوظ وکړُو. ګوره، دا سپين زر او سرۀ زر تحفه درلېږم. نو د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه، چې هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان بهر کړى.“


نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.


خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.


سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو نه دېرش زره مزدوران راغونډ کړل،


نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“


ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.


د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.


معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.


د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan