11 او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو.
هغوئ سليمان له هره ورځ تقريباً پينځۀ زره کلو د ښو اوړو او لس زره کېلو مېده بندوبست کولو،
نو حيرام سليمان له د هغه ټولو د دِيار او د نختر د لرګو بندوبست وکړو چې هغۀ غوښتى وُو،
د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کلکُول او دردع.
دا نسل په نسل د مرارى اولاد دے: محلى، لِبنى، سِمعى، عُزه،
ګوره، ستا د کاريګرانو په مزدورۍ کښې به دوه زره ټنه غنم او دوه زره ټنه اوربشې، څلور لاکه ليټره مے او څلور لاکه ليټره د زيتُونو تېل درولېږم.“
سليمان بادشاه په دُنيا کښې د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات هوښيار او مالدار وو.
اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.
زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.
نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.