5 د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،
او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.
نو د داؤد ملګرے حوسى د ابىسلوم د رارسېدو سره سم ښار ته راوګرځېدو.
کله چې د داؤد اعتبارى ملګرے حوسى د ابىسلوم سره مِلاو شو نو هغۀ چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زندهباد. بادشاه سلامت، زندهباد.“
او د يائير د ښار عيرا هم د داؤد يو اِمام وو.
د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو يعنې، سموع، سوباب، ناتن، سليمان،
يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.
د محل مشر، اخيسر، د هغه مزدورانو مشر چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د عبدا زوئ ادونرام.
سليمان د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې دولس سړى د ضِلعې حکمران مقرر کړل. هغوئ د بادشاه او د هغۀ د خاندان او درباريانو دپاره د خوراک بندوبست کولو. هر يو سړے په کال کښې د يوې مياشتې ذمه وار وو.
اخىتُفل د بادشاه مشير وو او حوسى ارکياۍ د بادشاه ملګرے وو.
څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى.
په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.
او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.