Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 4:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 سليمان د خپلو جنګى ګاډو د آسونو دپاره څلوېښت زره اخورونه لرل او د خپلو فوجيانو دپاره يې دولس زره آسونه لرل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 4:26
8 Iomraidhean Croise  

داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.


هغه دولسو حکمرانانو به هر يو په خپله خپله مياشت کښې سليمان بادشاه او د هغۀ ټولو دپاره د خوراک بندوبست کولو چې چا د هغۀ د دسترخوان نه خوراک کولو، هغوئ به د هر څيز داسې بندوبست کولو چې د يو څيز کمے به هم نۀ وو.


د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل.


هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په آسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول.


د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او آسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايونه هم وُو او دولس زره يې آسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو.


څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan