22 هغوئ سليمان له هره ورځ تقريباً پينځۀ زره کلو د ښو اوړو او لس زره کېلو مېده بندوبست کولو،
هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.
د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.
لس په غله باندې ساتلى څاروى، شل په څرېدو ساتلى څاروى او سل ګډې، چې ورسره هوسۍ، باره سينګۍ، غرڅۍ او څاربۀ چرګان هم وُو.
او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو.
د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه.
هره ورځ به مې يو غوَيے، شپږ ښۀ ګډان او ډېرې چرګې تيارولې او په هره لسمه ورځ مې د انګورو د تازه ميو بندوبست کولو. خو بيا هم ما هغه پېسې نۀ غوښتلې کومې چې د حکمران دپاره مقررې وې، ځکه چې خلقو ډېر دروند بوج برداشت کولو.
د عِلم په واسطې سره د هغۀ کوټې د نايابه او قيمتى خزانو سره ښائسته کولے شى.
چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سېوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟
نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.
هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.