21 د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.
زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.
ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى.