زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“
خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم.