Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 4:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د اورى زوئ جابر، د جِلعاد علاقه چې په دې باندې امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج بادشاهى کړې وه. د دې دولسو نه علاوه په دې ټول مُلک باندې يو حکمران وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 4:19
7 Iomraidhean Croise  

بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې


په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله.


بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.


موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan