12 د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيتشان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيلمحوله او يقمعام ښار پورې،
د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخىاب نه وړاندې منډې وهلې.
د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيلمحوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.
سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سُکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل.
يُقمام، بيتحورون،
قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو،
د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيتشان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.
نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.
په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.
کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيتسِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيلمحوله پورې منډې وهلې.
خو چې کله هغه وخت راغلو چې ميرب داؤد له ورکړى، نو هغه يې يو بل محولاتى سړى له ورکړه چې نوم يې عدرىاېل وو.
بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُتخانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيتشان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.
نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيتشان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول.