Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 4:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 4:1
14 Iomraidhean Croise  

يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو،


هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټول اِسرائيل او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه.


داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.


خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“


رحُبعام بادشاه د هغه سپين‌ږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“


کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام،


دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو.


نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.


سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.


ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.


زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan