8 زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے.
زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.
مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“
زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.
د يهوداه او د اِسرائيل خلق د سمندر په غاړه د شګو په شان بېشمېره وُو، هغوئ خوراک څښاک کولو او خوشحاله وُو.
نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق څومره دى.“
د ګډو د شپونتوب نه يې هغه راوستلو، چې شپون شى د يعقوب د خپلو خلقو، د خپل غوره شوى قوم اِسرائيلو شپونتوب يې پرې وکړلو.
زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے.
مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.