4 يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.
او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.
سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو.
نو مالِک خُدائ په دوېم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو.
په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.
د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربانګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،
سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو،
هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.
حزقياه بادشاه يو زر غوَيى او اووۀ زره ګډان خلقو له ورکړل چې حلال يې کړى او وې خورى او آفسرانو هغوئ له يو زر نور غوَيى او لس زره ګډان ورکړل. نو داسې د ډېرو اِمامانو د پاکوالى رسم ادا شو.
هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو.
د لبنان په ځنګلو کښې ټول ځناور خُدائ پاک ته د قربانى کېدو دپاره لږ دى، او د دې ځنګلونو ونې د سوزېدونکو نذرانو د اور بلولو دپاره ډېرې کمې دى.
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو.
د بنيامين د قوم د قبيلو ښارونه دا وُو، يريحو، بيتحجلاه، عميق قصيص،
چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه،