اول بادشاهان 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې. Faic an caibideil |
کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.
هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربانګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“