21 په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“
د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“
هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو.
خو هغه بلې ښځې ووئيل، ”نه، ژوندے ماشوم زما دے او دا مړ ماشوم ستا دے.“ نو هغه وړومبۍ ښځې جواب ورکړو، ”نه، مړ ماشوم ستا دے او ژوندے ماشوم زما دے.“ نو داسې هغوئ د بادشاه په وړاندې بحث شروع کړو.
القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو.