16 يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل.
سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.
هغې يوې په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ښځه او زۀ په يو کور کښې اوسيږو او چې دا کله هلته وه نو زما يو ماشوم پېدا شو.
په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.
چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“
دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.
د خپلو لوڼو نه کنجرې مۀ جوړوى او په دې کار کولو سره د د هغوئ بېعزتى مۀ کوئ، ګنې نورو معبودانو ته به ور واوړى او هغه مُلک به د بدعملۍ نه ډک شى.
هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلىعزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،
اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.
د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو.