Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 3:15
20 Iomraidhean Croise  

يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بې‌شکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“


هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.


په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل.


او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو.


يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل.


سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو.


سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.


بيا هغۀ په ټول بنى اِسرائيل کښې هر سړى او ښځې له يوه روټۍ، د غوښې يوه برخه او څۀ کشمش ورکړل.


هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو.


د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.


نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“


يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan