9 نو اخىاب د دربار يو آفسر راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او ميکاياه فوراً راوله.
د اِسرائيل بادشاه اخىاب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې.
اخىاب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“
ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،
نو اخىاب بادشاه د دربار يو آفسر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او سمدستى ميکاياه راوله.
ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“
کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل.