Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 22:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 22:8
39 Iomraidhean Croise  

د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه.


او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“


کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.


په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“


اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې هغه زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ اوروى؟ د هغۀ پېشګوئې تل بده وى.“


هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“


خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“


نو اخى‌اب د دربار يو آفسر راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او ميکاياه فوراً راوله.


يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“


خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.


مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى.


د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى.


نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.


خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.


هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“


هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.


نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“


تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى.


کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.


اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.


ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.


دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.


نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan