7 خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“
اخىاب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“
تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.