53 هغۀ د بعل عبادت او خِدمت وکړو، لکه څنګه چې مخکښې د هغۀ پلار کړے وو. هغۀ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.
مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
د اخىاب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.
”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخىاب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخىاب په خاندان باندې تباهى راولم.“
په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعلزبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.
هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو.
هغۀ د اخىاب لور وادۀ کړه او د اخىاب د خاندان په شان هغه هم د اِسرائيل د بادشاهانو په شان په غلطو لارو روان وو. هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وکړل،
يو ځل د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخزياه سره اِتحاد وکړو، چا چې ډېر بد عملونه وکړل.
د هغوئ په بد عملونو مالِک خُدائ غصه شو، او په دوئ باندې يو لوئ مرض راغلو.
هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بېادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربانګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.
هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.