41 د اِسرائيل د بادشاه اخىاب د بادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوئ يهوسفط د يهوداه بادشاه جوړ شو.
آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
خو په درېم کال د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخىاب سره مِلاوېدو دپاره لاړو.
نو د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ اخزياه بادشاه شو.
په دې وخت کښې هغه د پينځو دېرشو کالو وو او پينځويشت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عزوبه د سِلحى لور وه.
دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط،
يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو.
يهوسفط د پينځو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او په يروشلم باندې يې پينځويشت کاله بادشاهى کړې وه. د هغۀ مور عزوبه وه چې د سِلحى لور وه.