Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 22:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اخى‌اب د خپلو آفسرانو نه تپوس وکړو، ”مونږ د شام د بادشاه نه د رامات‌جِلعاد ښار واپس ولې وانۀ خستلو؟ دا خو زمونږ دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 22:3
10 Iomraidhean Croise  

مونږ ابى‌سلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“


بيا د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط لاړل چې په رامات‌جِلعاد ښار حمله وکړى.


بِن‌جبر، په رامات‌جِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل،


اخزياه بادشاه د اِسرائيل د بادشاه يورام په يو جنګ کښې ملګرتيا وکړه چې دا جنګ د شام د حِزائيل خِلاف وو. فوجونه په رامات‌جِلعاد کښې وجنګېدل او يورام په جنګ کښې زخمى شو.


بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د رامات‌جِلعاد نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“


د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.


هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.


د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،


د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“


هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan