21 نو يوه ترې نه راوړاندې شوه، مالِک خُدائ ته ورنزدې شوه او وې فرمائيل، زۀ به هغه دوکه کړم.
مالِک خُدائ تپوس وکړو چې، اخىاب به څوک دوکه کړى چې لاړ شى او په راماتجِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او نورو بل څۀ وفرمائيل،
مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې، څنګه؟ نو هغه روح ورته ووئيل چې، زۀ به لاړ شم او د اخىاب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. نو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل چې، لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.
مالِک خُدائ ستا پېغمبران دې ته جوړ کړى دى چې دروغ ووائى ځکه هغۀ په خپله دا فېصله کړې ده چې په تا تباهى راشى.“
هغه روح ورته ووئيل چې زۀ به لاړ شم او د اخىاب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. مالِک خُدائ وفرمائيل چې لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.“
يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.
دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى.