2 خو په درېم کال د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخىاب سره مِلاوېدو دپاره لاړو.
آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د اِسرائيل او د شام په مينځ کښې درې کاله امن وو،
د اِسرائيل د بادشاه اخىاب د بادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوئ يهوسفط د يهوداه بادشاه جوړ شو.
يهوسفط د اِسرائيل د بادشاه سره هم صُلح وکړه.
هغۀ د اخىاب لور وادۀ کړه او د اخىاب د خاندان په شان هغه هم د اِسرائيل د بادشاهانو په شان په غلطو لارو روان وو. هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وکړل،
نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“