13 په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“
هغه نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل، ”راماتجِلعاد ته روان شه او تۀ به کامياب شې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“
بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى، چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.
ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،
هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.
کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.